د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې په افغانستان کې مېرمنې او نجونې تر بل هر وخت په ټولنیزو چارو کې له فعالیتونو څخه ډېرې ګوښه شوې دي.
د انصار د خبر له مخی، یادې ادارې پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې له ټولنیزو فعالیتونو څخه د مېرمنو له څنډې ته کېدو سره د دوی د کار او ماشومانو ته یې د یوې ګوله ډوډۍ پیدا کولو فرصتونه محدود شوي دي.
تر دې وړاندې یاد سازمان یو میلیون افغان مېرمنو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ مخنیوي د ځانګړو خوړو پر کمېدو هم اندېښنه ښودلې وه او په دې اړه یې خبرداری ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ډېر شمېر مرستندویه بنسټونو د بودجې د کمښت له کبله په افغانستان کې خپلې مرستې ځنډولې دي.
ملګري ملتونه وایي، اوسمهال په افغانستان کې ۲۹ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/26904